یوه سړی له رسول اکرم (ص) څخه نصيحت او پند غوښت .
رسول اکرم (ص) ورته وفرمایل:(که درته ووایم منې یې؟)
سړی وویل:هو.
رسول الله (ص) وفرمایل:(که ویې وایم منې
یې؟)
سړی وویل: ولې نه.
رسول الله (ص)وفرمایل:(منې یې؟)
سړی وویل: څنکه یې نه منم؟
پیامبر (ص) له درې ځله ټینګار او پام اړونې
وروسته ورته وویل:(دهر کار اراده چې درې وکړه،لومړی یې نتیجه وسنجوه .که دې ولېده
چی نتیجه ېی ښه ده،ویې کړه او که دې ولېده چې کوږوالی لری مه یې کوه.)