Ads 468x60px

جمعه، آبان ۲۹، ۱۳۸۸

بُست كلادهلمندوالووياړدى

دادبُست كلاده

بست كلانژدي درې زره كاله لرغونتوب لري اوله همدغه ځاى څخه پرسيمي واكمني ترسره سوې.

بُست كلادهلمندسيندترغاړه دلښـكرګاه دجنوب په اووه كيلومترۍ كي پرته ده خوبدبختانه چي ورته دولت دومره بام ندۍ كړئ لكه څنګه چي بايدوسي


دبست كلا دروازې ته ورته جوړښت دپخواني اولومړنۍ جمهوررئيس شهيدداؤدخان په پاملرنه بندسو اودنړېدلوڅخه يي مخنيوى وكړ.

خواوس چي كلنوكلنوتيرسوي چاورته لاس ندۍ وړۍ اوپام يي هم ورته ندى كړئ


پربُست كلاڅلورخوايي يوه لوى ديوال چي نژدي پنځه متره برلري راتاوسوۍ چي په څلوروكنجونوكي برجونه لري اودروازې ته څيرمه يوه كوټه ليدل كيږي چي دخلكوپه وينادلته ديوې بيكسي ښځي خونه وه اوهغې دلته ژوندكاوه.

نوخداى ج پوهيږي چي رشتيابه وي اوكه څنګه؟


اوس دلښكرګاه دبُست هوايي ډګرته څيرمه په يوه كرهنيزصنعتي پارك كي داسي يوجوړښت رامنځته سوۍ چي دبُست كلاته ورته دى چي داكاردامريكايانولخواترسره سوۍ اوداخپله دپُست كلاته ددرنښت په سترګه كتل دي.

كله چي مالدې نوي جوړسوي ځاى څخه ليدنه كوله مافكروكړچي دبُست كلانوې جوړه سوې


هلمندسيندچي دلښكرګاه ترغاړه پروت دى مازديګرۍ يي دچازړه وړي اودلښكرګاه ښارته يوه شكلاوربخښي.

ډيرۍ ځوانان هره ورځ پدې سيندكي لامبي،ترغاړه يي راڅرخي اوله منظرې څخه يي دخپلوملګروسره يوځاى خونداخلي.

دسيندترغاړه هواخوراسړه وي ځكه چي پرهاغاړه يي شين ځنګل پروت دى چي دحيوانانوترڅنګ يوشميرپوليس غله هم هلته ميشت دي اوخپله ګذاره كوي.

ځيني وختونه دوى هم دسرمښ په څيركارونه كوي اوڅه ناڅه خلك خوابدي كوي


Get more on:

www.myhelmand.blogspot.com

په درنښت 

احمدنويدنظري

Ahmad Naveed Nazari

هیچ نظری موجود نیست: