Ads 468x60px

دوشنبه، خرداد ۱۰، ۱۳۸۹

د غوره وېبلاگ جوړولو په موخه کابل کې روزنيز ورکشاپ جوړ شو

د غوره وېبلاگ جوړولو په موخه کابل کې روزنيز ورکشاپ جوړ شو

بلاگونه
دا مهال په ټول په افغانستان کې شاوخوا ٢٠ زره کسان چې ډېرى يې ځوانان او د پوهنتون محصلين دي د وبلاگ په کارولو او جوړولو بوخت دي
په افغانستان کې د وېبلاگ د غوره جوړولو او همغږي کولوپه موخه يو روزنيز ورکشاپ په کابل کې د وېبلاگ جوړولو ټولنې له لوري جوړ شو.

په افغانستان کې د وېبلاگ جوړولوټولنې مشر نسيم فکرت وايي په دغه ورکشاپ کې د هېواد د بېلابېلو برخو يو شمېرځوانو وېبلاگ جوړوونکو ته چې ډېرى يې محصلين دي زده کړه ورکړل شوه .

ددې ټولنې مشر وايي افغان ځوانان هڅه کوي دمعلوماتي ټکنالوژۍ له لارې هم افغانستان ته په نړيواله کچه وځلوي .


ددې ورکشاپ موخه چې په لسگونو وېبلاگ جوړوونکو ليکوالانو په کې برخه اخيستې وه په افغانستان کې د وېبلاگ جوړولو پراختيا او ښه والى ښودل شوى دى .

د وېبلاگ جوړلو د ټولنې مشر نسيم فکرت په وينا د وېبلاگ جوړول په افغانستان کې په پراخه ډول دود شوي او دا مهال په ټول په افغانستان کې شاوخوا ٢٠ زره کسان چې ډېرى يې ځوانان او د پوهنتون محصلين دي د وبلاگ په کارولو او جوړولو بوخت دي .


دده په وينا وېبلاگ ديوې شخصي ورځپاڼې په څېر دى، چې پر انټر نټ د عکسونو او وېډيويي غږونو ترڅنگ سياسي، ټولنيزې، فرهنگي اوانتقادي ليکنې خپروي .

ښاغلى فکرت په دې باور دى چې افغان ليکوالان او لوستي هم د نورو ټولنو په څېر غواړي له دې لارې افغانستان نړيوالو ته ور وپېژني .

هغه په دې اړه وويل:'' وېبلاگ جوړوونکي هڅه کوي افغانستان ته له پرمختيا يوه ډکه بڼه ورکړي افغانستان اوس هغه هېواد نه دى چې پنځه، لس او يا شل کاله وړاندې و.''


پرژن بلاگ
ښاغلى فکرت زياتوي دا مهال د افغانستان د مخابراتو وزارت د افغان ټيلي کام شرکت له لارې د بلاگفا او پرژن بلاگ په نا مه انټر نټي پاڼې چاڼوي چې ځينې ليکنې يې نه پرانيستل کيږي . دغه دواړه د فارسي ژبې لوى سايټونه دي چې گڼو افغان ليکوالو هم پکې وېبلاگونه جوړ کړي

په کابل کي د جوړ شوي روزنيز ورکشاپ يوې گډونوالې معصومې ابراهيمي دا ډول روزنه وستايلۀ او زياته يې کړه چې تل په خپل وېبلاگ کې خپلې تجربې او ليدلوري له نورو لوستونکو سره شريکوي چې تر ډېره د افغانستان د ښځو دژوند انځور ښيي .

د وبلاگ زياتره مينه وال وايي چې ډېر افغان وېبلاگ ليکونکي د ويرې له کبله په مستعارو يا بدلو نومونو ليکنې خپروي، چې ښه بېلگه يې د کابل پرېس وېبلاگ مشر کامران ميرهزارده چې پر وينا يې پر افغان حکومت د نيوکو له امله زنداني شوى و.

خو په افغانستان کې د ويبلاگ او ويبپاڼو د کتلواود انټرنټ د استعمال پر وړاندې لويه ستونزه په ډيرو سيمو کې د بريښنا نشتوالى او دبيې لوړ والى دى چې په يوه ساعت کې يو امريکايي ډالردى .



منبع: د بی بی سی پشتو سرویس

هیچ نظری موجود نیست: