Ads 468x60px

سه‌شنبه، اسفند ۰۳، ۱۳۸۹

هلمندته دامريكايي چارواكوسفر


په افغانستان كي دامريكاسفيراوددې هيواددكانګرس څلورغړودهلمندوالي په ملتيادګرمسيرله قومي مشرانواوخلكوسره وكتل.


په افغانستان كي دامريكالوى سفيركارل آيكن بيري اوڅلوروامريكايي سناتورانودهلمندوالي محمدګلاب منګل په ملتيادګرمسيرولسوالۍ ته دخپل سفرپرمهال دقومي مشرانواوخلكوسره دكتني پرمهال دامنيت،بيارغوني،ښووني اوروزني په اړه خبري وګړې.

دغوامريكايي چارواكودګرمسيرله خلكوسره دكتني پرمهال وويل چي دولت اونړيوالي ټولني لخواپدې ولسوالۍ كي ډيرپرمختګونه سوي اوخلك له دولت سره نژدې سوي دي.

دګرمسيرخلكوپدې ولسوالۍ كي ددولت لخواوروستي پلي سوي پروګرامونه اوملكي خدمات ډيراغيزمن وبلل خودامريكايي چارواكوڅخه يې وغوښتل چي دګرمسير-لښكرګاه دسړك په جوړېدواودنورو دآډول پروژې په پلي كيدوكي ورسره مرسته وكړه چي له يوې خوابه خلكوته كارپيداسي اوله بلي خواخلك اسانتياووته لاسرسۍ ومومي.

امريكايي سناتورانوهم دخلكوسره دليدني وروسته دهلمندددولتي ادارې اوخلكوترمنځ دهمږغيتوب اولاسته راوړنوستاينه وكړه اوله قومي مشرانوسره يې دخپلومرستوپردوام ټينګاروكړ.

دامريكاسفيراودكانګرس غړودهلمندوالي اوقومي مشرانوپه ملتيادګرمسيرپه بازاركي دهتۍ والواوخلكوسره هم دهغودغوښتنوپه اورېدوپه موخه وكتل.


www.myhelmand.com


هیچ نظری موجود نیست: