Ads 468x60px

سه‌شنبه، مرداد ۰۶، ۱۳۸۸

انتخاباتي كمپاين كه ناوړه ګټه؟

انتخاباتي كمپاين كه ناوړه ګټه؟


احمدنويدنظري_هلمند


اوس دهيواد په نوروسيمواوهلمندكي دولسمشريزوټاكنوته لپاره ديوشميركانديدانوكمپاينونه په خورا چټكۍ سره روان دي او هره ورځ په ګڼوولاياتوكي ديوه كانديدپه ملاتړغونډه كيږي اوخلك هم د ډوډى ،پېسواوډاليوپه تمه دې محفلوته په خورا شوق ځي خوداسي كسان سته چي تېر ايستل كيږي ترڅوپدې محفلوكي برخه واخلي.
ښه بېلګه يي په لښكرګاه ښاركي دروښان،ځلاند .پرل (مرغلري) اونور دانګليسي ژبي دزده كړومركزونه دي چي خپل شاګردان دكورس دپروګرام په نامه انتخاباتي كمپاينونوته استوي.
څه موده وړاندي ديوه مخكښ كانديدپه ملاتړغونډه كي ګڼو دشخصي كورسونوزده كوونكو گډون كړئ وو اودسهارپرشپږوبجودې محفل ته راغوښتل سوي وه خودغه زده كوونكي چي اكثره يي لس كلن ښكارېدل تراتوبجوپوري خبرنه درلود چي استادانويي دوى تير ايستلي دي اودكورس دپروګرام په بانه يې كمپاين ته رابللي دي.


زده كوونكي چي ډيرخسته ښكاريدل ويل چي سهاريې چاى هم ندي خوړلي اوكيداى سي چي دغه پروګرام ترغرمې پوري دوام ومومي.
نورنوناوړه ګته څنګه چي دبل لس كلن اوتردې هم لږعمردرلودونكي اولادونه ورته نانزكي ښكاري اودخپلوجېبولپاره پرې لوبي كوي. زه هرهغه چاته چي دغه ډول كړني كوي وايم كه چيري دې كاروته دوام وركړې نوكيداى سي چي په دوى هم نوردغسي لوبي وكړي اوهغه زده كوونكي چي اوس يې جلب كړي دلاسه وركړي.
زه باورلرم چي هيڅ كورنۍ هم نه غواړي خپل اولاد پدې ډول كورسونوته چي تري ناوړه استعفاده كوي واستوي.



هیچ نظری موجود نیست: