Ads 468x60px

جمعه، مرداد ۰۲، ۱۳۸۸

Holbrooke Visits Helmand

جولاى_۲۳_۲۰۰۹
تيره ورځ ناوخته دافغانستان اوپاكستان لپاره دامريكې دمتحده ايالاتودولسمشرخاص استازي ريچارډهولبروك دپاكستان څخه ترليدني وروسته په ناڅاپي توګه دهلمندمركزلښكرګاه ته سفروكړ اوپدي ولايت كي يي له سيمه ايزوچارواكواوميشتوامريكايي سرتيرو سره وليدل.
احمدنويدنظري_هلمند

دافغانستان اوپاكستان په چاروكي دامريكې دمتحده ايالاتودولسمشربارك اوباما ځانګړي استازي ريچارډ هولبروك دپنحشنبې په ورځ ناوخته لښكرګاه ښار ته تررارسيدوروسته ددولتي چارواكواوولايتي شوراله غړوسره تركتني اوبحث وروسته دوالي محمدګلاب منګل سره په يوه خبره ناسته كي برخه واخيسته .
دهولبروك دسفرموخه په هلمندكي دوروستيوامنيتي پرمختګونواودولتي چارواكوسره كتني ښودل سوي.
ښاغلي هولبروك خبري ناسته كي وويل چي دامريكادمتحده ايالاتوسمندري سرتيرو دخنجرپه نامه كوم عمليات چي پيل كړي ډير بريالي اوپايلي يي مثبتي دي اودګڼوسيمودپاكيدوسربيره يې په زياته كچه مخدره مواد نيولي اوله منځه يې وړي دي.
نوموړي وويل دامريكادولت ژمن دى ترڅو افغان ځواكونه دېته چمتوكړي چي خپله دلويوجګړه ايزوعملياتوتوان ومومي اوسمندري ځواكونه به ترهغه دلته وي ترڅوامنيت ښه سي.
هولبروك وويل چي طالبان اوس له ماتي سره مخ دى نوځكه كيداى سي چي په يوشمېرناوړه تبليغاتولاس پوري كړي اوخلك دېته وهڅوي ترڅوددولت له ملاتړڅخه لاس واخلي.
ده زياته كړه چي هيوادبه يي په هلمندكي دامنيت برسيره په لومړي ګام كي ډيرپام كرهڼي،دپوليسوروزني،اودبيارغوني په برخه كي كوي.
هولبروك ديوې پوښتني په ځواب كي وويل دى ډيرباوري دى چي دافغانستان ټاكني به په خپل وخت ترسره كيږي اوګڼ خلك به پكښې برخه واخلي.
ده زياته كړه چي موږ دكوم نوماندملاتړيامخالفت نه كوو اودولسمشرټاكنه يوازي اويوازي دافغانستان خلك كوي.

داچي هولبروك تيره ورځ په پاكستان كي وو ، وويل امريكاپوهيږي چي دپاكستان په سرحدي سيموكي دطالبانومركزونه سته خو دپاكستانيوچارواكوسره دده ليدني اصلي موضوع هم همدغه وه ځكه دافغانستان امنيت هغه وخت ساتل كىداى سي چي پاكستان په امن كي وي.
هلمندوالي دخبري ناستي پرمهال وويل دې ولايت ته دهولبروك سفرداڅركندوي چي دامريكامتحده ايالات خپل ډيرپام هلمندته را اړولۍ اوپه هربرخه كي مرسته كوي.

والي زياته كړه چي دامريكايي سرتيروپه راتګ سره په هلمندكي دامنيت له اړخه ډيرپرمختګ رامنځته سوۍ اويوشميرهغه ولسوالۍ چي دولت له واكه وتلي وې بيرته دولتي ځواكونوترلاسه كړي دي.


احمدنويدنظري_لښكرګاه


هیچ نظری موجود نیست: