Ads 468x60px

پنجشنبه، مهر ۲۵، ۱۳۸۷

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته باید پاملرنه وشي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ د نړیوالې شورا د څلورم ډیویژن اتلولي د پنځو لوبډلو په ماتولو د خپل ځان کړه . ځوان افغان ټیم پدې سیالیو کې کوربه هیواد تنزانیا ، د آسیایي کرکټ شورا د ۲۰۰۸ کال اتل هیواد هانګ کانګ ، جیرسي ، ایټالیا او د فیجي هیوادونود کرکټ لوبډلو ته ماتې ورکړه او پدې توګه وتوانیدل چې د ۲۰۱۱ میلادي کال د کرکټ نړیوالو سیالیو ته یو قدم نژدي شي

پدې سیالیو کې د افغانستان تکړه ځوانانو وکولای شول چې خپل اصلي رقیب یعنی د هانګ کانګ کرکټ لوبډلی ته دوه واری ماته ورکړي ، یو وار د ګروپي لوبو په پړاو کې او بل وار په پایلوبه کې. د هانګ کانګ تکړه او پیاوړی لوبډلې ماتول د افغانستان د کرکټ ملی لوبډلې ته ډیر خوندور او خوږ غچ وه او دا ځکه چې تر دی د مخه هانګ کانګ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته دری ځلې او په ډیرو حساسو مرحلو کې ماته ورکړی وه


په ۲۰۰۸ میلادي کال کې دا دوهم کپ دی چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې هیواد ته راوړی. تر دی مخکې زمونږ اتلې لوبډلې د جیرسي په ټاپو کې د کرکټ د نړیوالې شورا د پنځم ډیویژن اتلولي د یوولسو لوبډلو په ماتولو هیواد ته راوړی ده


دا په داسی حال کې ده چې د افغانستان دولت د کرکټ لوبې او د کرکټ ملي اتلانو ته کومه ځانګړی توجه یا پاملرنه نده کړی. لا تر اوسه افغانستان د کرکټ د لوبې معیاري لوبځای نلری ، د کرکټ لوبغاړي کوم مادی او حتی معنوی ملاتړ نه لری او تر دی دمه د کرکټ د ملي لوبډلې لاسته راوړنی د لوبغاړو او د کرکټ د فدراسیون د تکړه کارکوونکو د مادي و او جسماني تاوان ګالنې نتیجی دي


د دولت تر څنګ خصوصي سکتور هم ددی مسوولیت لري چې د لوبو او لوبغاړو د تشویق په برخه کې په پوره توګه برخه واخلي خو له بده مرغه خصوصي سکتور هم د دولت په شان د کرکټ لوبې او لوبغاړو ته کومه خاصه توجه او پاملرنه نده کړی
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د افغانستان په تاریخ کی لومړنۍ لوبډله ده چې په ډله ییزه لوبو کې یې افغانستان ته وار وار اتلولۍاو کپونه راوړي دي او داسی هیوادونو ته یی ماته ورکړی چې له ډیرو لسیزو څخه د کرکټ په لوبه بوخت دی


دا جوته ده چې د کرکټ ملي لوبډله دا استعداد لري چې نوره هم مخکې لاړه شي او د دنیا له لویو او ځواکمنو هیوادونو لکه آسترالیا ، هندوستان، پاکستان، سویلي افریقا او نورو غښتلو لوبډلو سره سیالي وکړي او د افغانستان نوم اوچت او توره ، سره او شنه جنډه یی د دنیا په میدانونو ورپاوي


خو دا ټول هغه وخت کیدلای شي چې د افغانستان دولت او همدارنګه خصوصي سکتور د کرکټ د لوبې او لوبغاړو سره هر اړخیزی مرستې وکړي ، په ټول افغانستان کې د کرکټ معیاري لوبځایونه جوړ کړي، د لوبغاړو مالي حالت ته پاملرنه وکړي او د اوس په شان صرف په بیانونو او سمبولیکو اعمالو خپل او د افغان ولس وخت ضایع نکړي

صبح۸ ورځپاڼه – شمیره ۴۱۲ پنج شنبې د تلې ۲۵ ۱۳۸۷کال

هیچ نظری موجود نیست: